تيره ورځ بهاولپور كښې د پی ډی اېم شو وه خو هغې كوم پاؤر نه لرلو ځكه زه هغې ته “پاور شو” نه وايم. شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د پی ډی اېم احتجاج د هېواد او سيمې صورتحال په اړه وئيلي دي چې تيره ورځ بهاولپور كښې د پی ډی اېم شو وه خو هغې كښې پاؤر نه ؤ ځكه زه هغې ته “پاور شو” نه وايم۔مرېم نواز وئيلې جنوبی پنجاب محروم ساتلې شوے نو دا دې وكتلې شي چې جنوبی پنجاب چا محروم ساتلې؟ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل تيرو څو لسيزو راهسې پنجاب كښې د چا حكومت ؤ ؟ د چا په دور كښې غیر منصفانه توګه جنوبی پنجاب فنډز وركړې او خرڅ كړې؟ د چا په دور كښې دا غږ پورته شوې ؤ چې “اساں قیدی تخت لاهور دے” ۔ ده ووئيل تحریك انصاف حكومت تيرو دوه نيمو كلونو كښې په لږ وخت كښې جنوبی پنجاب په اړه دوه لوئ پريكړې كړي،اختیارات لاندې كچې ته منتقل كولو له ملتان او بهاولپور كښې دوه انتظامی سیكریټیریټ جوړ شوې دي۔ جنوبی پنجاب لپاره خصوصی فنډز بيل كړې شوي كوم به چې د جنوبی پنجاب په تعمیر او پرمختګ خرڅ كولې شي۔مونږ اول څخه وئيل چې هغه غږ كوم چې د هند د بیانیې سره مطابقت لري هغې څخه د قوم څه خذمت كيدې شي؟ دا مهال هند زمونږ په پلو بريدونه كوي او د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كوي۔اپوزیشن ته بايد معلومه شي چې هند ، پاكستان كښې د ترهه ګرو معاونت كوي په بلوچستان كښې پرله پسې پېښې رامخې ته كيږي په داسې حالات كښې كله چې هغوي په ادارو تنقید كوي نو هغوي د هند بيانيې له تريج وركوي۔ خارجه وزير ووئيل اسټیبلشمنټ عمر له د آئین او قانون په دائره كښې د رياست د ګتو تحفظ كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں