پاکستان ميډيکل کمېشن د يونيورسل طريقه كار له مخې جوړ كړے شوے۔ د ډاكټر فصېل سلطان قائمه كمېټۍ ته بريفنګ

image

په لسو ورځو كښې به په آٶټ آف سلېبس پوښتنو د نظر ثانۍ كولو سره رپورټ وړاندې كړو۔ د پي اېم سي سېكرټري
اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان وئيلي دي پاکستان ميډيکل کمېشن د يونيورسل طريقه كار له مخې جوړ كړے شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده صحت لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې د ګډون په مهال كرې۔ صحت لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن خالد حسېن مګسي په مشرۍ كښې وشوه۔ د قائمه كمېټۍ غړو پوښتنه وكړه چې د پي اېم سي لخوا شوې پوښتنې د كورس برخه وې ؟ ٬ غړو د “اېم ډي كېټ” په ټېسټ د تحفظاتو څرګندونه وكړه او وئ وئيل 37 پوښتنې آٶټ آف سلېبس وې،د امتحانات درې کاربن كاپيانې وي دا ځل يو كاربن كاپي نه وه چې په سبب ئې زده كوٶنكي تشويش سره مخ دي٬ پي اېم سي دا موقف لرې چې د اته لس پوښتنې څلوېښت ماركس دي خو داسې نه ده ٬ پي اېم سي د پنجاب په عدالت كښې دا اعتراف كړے چې 14 پوښتنې آٶټ آف سلېبس وې۔ د كمېټۍ غړې ثوبيه شازيه خواست وكړو چې ټېسټ بيا كول پكار دے٬ مونږ په دې نه پوهېږو چې صوبو څخه اختيار اغستل او بيا امتحانونه ولې واخستے شول۔ دې ووئيل د زده كوٶنكو سباٶن تباه كېږي٬ چا چې اېګزېم كنډكټ كړے بايد د كمېټۍ په وړاندې د پوښتنو ځوابونه وركړي۔ د كمېټۍ چيرمېن خالد مګسي د كمېټۍ سفارشاتو ته اهميت وركولو سره په دې ضرورت زور رواړو چې دا د انا مسئله نه ده۔ د پي اېم سي سېكرټري د “اېم ډي کېټ” پحقله كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل د اېكټ 2020 له مخې مونږ اېګزېم كنډكټ كړے٬ په کرائټيريا كښې هم نرمي شوې وه دغسې چې زيات زده كوٶنكي په امتحانات كښې شامل شي۔ ده ووئيل 19 زره چوكۍ دي او 60 زره زده كوٶنكو په امتحان كښې برخه اخلي۔ د پي اېم سي سېكرټرې كمېټۍ ته ووئيل په لسو ورځو كښې به په آٶټ آف سلېبس پوښتنو د نظر ثانۍ كولو سره رپورټ وړاندې كړو۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں