اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي احمد فراز د انسانیت پېغام وركړے او د مظلوم قامونو حق له ئې غږ پورته كړے٬ احمد فراز يو اصول پسند شاعر ٶ٬ كله هم د خپلو نظرياتو او اصولو نه پشا شوے نه ٶ، ھغوي خپل سوچ اولس ته رسولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اكادمي ادبيات پاكستان او د احمد فراز ټرسټ تر سېوري لاندې د اردو عهد ساز شاعر احمد فراز 90مې سالګېرې په مناسبت سره ” احمد فراز قامي ادبي سېمينار” ته د خاص مېلمه په حېث وكړه۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل احمد فراز يو اصول پسند شاعر ٶ٬ كله هم د خپلو نظرياتو او اصولو نه پشا شوے نه ٶ ٬ ھغوي د مظلومو كشميريانو او فلسطين اولس لپاره د شاعرۍ د لارې هلې ځلې كړې ٬ احمد فراز د مينې او انسانيت شاعر ٶ، احمد فراز د پاکستان لخوا د مينې او دوستۍ سفير ٶ۔ د اطلاعات وزير ووئيل احمد فراز د کمزورو او بې وسه طبقو لپاره نه يوازي شاعري كړې بلکې په عملي توګه ورسره هم شريك شوے٬ ګرده نړۍ كښې چې چرته هم اردو ژبه وئيلي كېږي د احمد فراز نامه په عزت او احترام سره اخستلې كېږي ٬ ھغوي به د خپلې شاعرۍ د لارې عمر له ژوندې وي٬ ده ووئيل زما وړومبې تعارف احمد فراز دے٬ زه په ھغوي وياړ لرم۔ ده ووئيل نن چې په كوم ډول احمد فراز ته پېروزئنې وړاندې كړې شوې داسې ډېرو كمو خلقو ته نصيب كېږي او د اولاد په حېث دا زما لپاره د فخر خبره ده۔ د دې نه وړاندې د اکادمی ادبیات پاکستان چیئرمېن ډاکټر یوسف خشك خطبه استقباليه وړاندې كړه او پروفېسر فتح محمد ملك صدارتي وېنا وكړه۔ د دستورې په اخر كښې د احمد فراز لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړې شوه۔