اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې زما د سېنېټ په ټاكنو 25 زره 690 روپۍ حرڅ راغلې٬زمونږ كوم ملګرې د سېنېټ په ټاكنو كښې د رايو د اخستلو او خرڅولو برخه نه دې جوړ شوې٬ټولو لپاره هم داسې نظام غواړو۔د نهې پھ ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس د مېډيا بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د سېنېټ په تېرو ټاكنو كښې زما 25 زره 690 روپۍ خرڅ شوي دي۔ده ووئيل چې پي ټي آئي غواړي چې د سېنېټ په ټاكنو كښې د پيسې استعمال ونه شي ځكه مو د سېنېټ ټاكنې د اوپن هينډ د لارې كولو خبره كړی او په دې تناظر كښې عملي اقدام كوو۔ده ووئيل چې د سېنېټ راتلونكو ټاكنو لپاره هم بوليۍ لګېدلې دي