د كشميري اولس مقدمه به د ګردې نړۍ په پارليمانونو كښې پورته كوؤ۔ د 5 فرورۍ په حقله به قامي اسمبلۍ كښې قرارداد وراندې كوو ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر قومي كشمير كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او زياتي د انساني الميې صورت اختيار كړے۔ د كشمير مسئلې حل كېدو نه غېر سوئيلي آسيا كښې امن نشي راتللے ۔ ملګري ملتونه دې خپل قراردادونه عملي كړي۔ د كشمير مسئله به د نړۍ په هر يو فورم پورته كوؤ۔ د شورؤ په ورځ قومي كشمير كنفرنس ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل هند د كشميري اولس بنيادي حقونه له مينځه وړي۔ وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په فورم د كشمير مسئله په بشپړه ډول پورته كړې ۔ هغه ووئيل د كورونا وائرس نه وړاندې د كشمير په مسئله يو بشپړ پلان جوړ كړے شو۔ د كشمير مسئله به د نړۍ په ټولو پارليمانونو كښې پورته كوؤ۔ خپل پارليماني پلاوي به د كشمير په مسئله ګردې نړۍ ته لېږو۔هغه ووئېل په نړيواله كچه به د كشمير مسئلې په اړه غونډې رابلو۔ كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ د كشمير مسئله د سياست نه بالا ده۔ دا زمونږ قومي مسئله ده۔ په كشميري اولس د هندي تشدد غندنه كوؤ۔ د بشري حقونو تنظيمونه دې كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ هغه ووئيل مونږ كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ يؤ۔ كه لوي څښتن ته منظور وي كشميرے اولس به يوه ورځ كاميابي ترلاسه كړي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د كشمير مسئله د پاكستان او انسانيت مسئله ده۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د آرټیکل 370 ختمول د هند د خپل جمهوري تاريخ نه مخ اړول دي۔ په كشمير به قومي اسمبلۍ نه متفقه قرارداد منظور كړے شي۔ هغه ووئيل د او آئی سی غونډې پاكستان كښې په رابللو كار كوؤ۔ هغه غوښتنه وكړه چې پارليماني تنظيمونه دې په نړيواله كچه د كشمير مسئله پورته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں