د خارجه وزير شاه محمود قرېشي قاهره كښې د عرب ليګ هېډكوارټرز دوره٬د عرب ليګ عمومي سېكرټري سره ملاقات

image
APP11-180221 CAIRO: February 18 - Secretary General Arab League receiving Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi at Arab League Headquarter. APP

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په قاهره كښې د عرب ليګ هېډكوارټر دوره كړې۔ د عرب ليګ سېكرټري جنرل احمد ابو الغيط په دغه مهال د خارجه وزير شاه محمود قرېشي هركلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د عرب ليګ عمومي سېكرټري سره خپل خاص ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال او د مهمو نړيوالو چارو پشمول د شريكې خوښې په معاملاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د عرب ليګ غړو هېوادونو ته خاص اهميت وركوي٬ د يو ډول مذهبي او تهذيبي اقدارو له كبله د عرب ليګ ټولو غړو هېوادونو سره پاكستان مضبوطې سياسي او تجارتي رابطې لري۔ ګڼ شمېر پاكستانيان عرب هېوادونو كښې مېشته دي۔ د پاكستان او عرب ليګ ترمينځه د مفاهمتي يادښت حواله وركولو سره هغه د شريكې مرستې او همغږۍ د لارې د دې فرېم ورك د عملي كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه لارښود په دې لړ كښې مشاورت روان ساتلو ته صلاح شول۔ خارجه وزير د عرب ليګ سېكرټري جنرل په افغانستان كښې امن راوستو له د پاكستان د مصالحانه هڅو او د دغې د مېوؤ نه خبر كړو۔ خارجه وزير هغه د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدام نه وروستو مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو او سيمه ايز امن ته د پېښو خطرو نه هم خبر كړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں