تېرو حکمرانانو قام په قرض كښې راګير كړے او پخپله بهر ناست دي د مزو ژوند تيروي، بلين ټري سونامي منصوبه به کاميابول وي، کامرہ كښې به ټيکنالوجي زون جوړولے شي، د وزيراعظم عمران خان غازي بروتھا كښې دستورې ته وينا

image

اټك 19 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پخوانو وزيراعظمانو او وزيرانو بهر هېوادونو كښې جائيدادونه اخستي، قام ئې په قرض كښې ګير كړے او پخپله د مزو ژوند تيروي،د چا د پلار چې د سائيکل دکان ؤ هغه نن په رولز رائس ګاړو كښې ګرځي، د سېنېټ په ټاكنو كښې تماشا وي ، د ووټ اخستو لپاره منډۍ لګي، د اپوزيشن د جلسو نه مونږ ته زيان نه رسي، اوس د غړو په اغستلو خپل زيات سينيټران منتخب کول غواړي دا څنګه جمهوريت دے ، په تيرو وختونو كښې د هېواد ادارې په بې دردۍ سره ختمې كړې شوي، د موسمي بدلون اثراتو مخنيوي لپاره بلين ټري سونامي منصوبه به کاميابول وي، د خېبر پښتونخوا غوندې به په پنجاب كښې هم د روان كال تر آخر ټولو وګړو له هيلتھ انشورنس آسانۍ وركولې شي، ځوانانو له روزګار وركولو لپاره به کامرہ كښې ټيکنالوجي زون جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ غازي بروتھا كښې د اونو نالولو كمپائن په لړ كښې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د بده مرغه هغه 10 هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمي بدلون اثرات څخه ځپلې شوي، د ګرين هاؤسز ګېسز اخراج سره په نړۍ كښې اوسط درجه حرارت زياتيږي، بايد مونږ هغه ګام پورته كړو چې ورسره اوسط درجه حرارت كښې كمے راشي او دې مقصد لپاره 10 اربه اوني مالولو پروګرام کاميابولو ته اړتيا ده۔ده ووئېل اوني بوټي زمونږ د سباؤن لپاره ضروري دي، دلته به 10 لکهه بوټي نالولې شي خو د دې د حفاظت ذمه واري د ځوانانو ده او دې سره سره به مونږ ځوانانو له د لوبو ميدان هم جوړوو، ځوانانو لپاره د لوبو ميدانونو جوړولو ته پام لرنه كوو، اونې زمونږ د سباؤن او د لوبو ميدانونه د ځوانانو د صحت لپاره ضروري دي۔ ده ووئېل په تيرو 70 كلونو كښې هېواد كښې ځنګلونه په بې دردۍ سره ختم كړې شوي او نوري اوني نه دي نال شوي، چھانګا مانګا ، چيچه وطني او کندياں كښې لوئې ځنګلونه وهلې شوي،په ځينې ځنګلونو قبضې شوي، اوني بوټي ختم كړې شوي۔ده ووئېل لاهور كښې په 20 كلونو كښې 70 فيصده اوني ختمې كړې شوي چې له امله ئې آلودګي زياته شوې ۔ده ووئيل د موسمي بدلون اثرات کمولو لپاره بيلين ټري سونامي منصوبه به کاميابول وي۔وزيراعظم ووئيل خېبرپښتونخوا كښې ټولو وګړو ته هيلتھ انشورنس آسانۍ وركړې شوي او هغوي په كوم هم روغتون كښې تر 10 لكهه د كال ويړيا درملنه كولې شي، په مالداره هېوادونو كښې هم دا ډول آسانۍ نشته، پنجاب كښې به هم د روان كال تر آخر ټولو وګړو له هيلتھ انشورنس آسانۍ وركړې شي۔وزيراعظم ووئيل ما د كينسر رنځورانو له ويړيا درملنې لپاره شوکت خانم روغتون جوړ كړے او دغه زما د اول څخه عزم ؤ بايد ټولو وګړو له د درملنې ويړيا آسانۍ وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام آباد پشمول په څلور ځايونو به ټيكنالوجي زونز جوړولې شي، اوس به په دې كښې كامره هم شامل كړې شي او ايوي اېشن پوهنتون سره به ټيكنالوجي زون جوړولې شي ځكه چې د ټيکنالوجۍ ودې سره به دلته نوكرۍ راشي ٬ كومه هم سيمه كښې چې څه كار كيږي هلته بايد ځائې وګړو ته روزګار وركړے شي ۔ ده ووئېل كومه سيمه كښې چې ګاز او تيل پيدا كيږي په هغې تر ټولو اول د هغوي حق وي۔ وزيراعظم ووئيل د تيرو 30 كلونو په مهال د هېواد لويو لويو غلو حکومت کړے او هغوي د هېواد ټوله پېسه بهر وړې او يو داسې چاپيرچل ئې جوړ كړے چې بدعنواني ورته هيڅ څيز نه ښكاري، د کرپشن ښكار كوم هم هېواد پرمختګ نه شي كولے۔ وزيراعظم ووئيل سېنېټ ټاكنو كښې تماشا وي، سينېټر جوړېدو او ووټ اخستلو لپاره اخستل خرڅيدل كيږي، 30 كلونو راهسې دا حالات روان دي او ټولو ته معلومه ده چې ٬ مونږ غواړو چې سېنېټ ټاكني د اوپن بيلټ د لارې وكړې شي خو اپوزيشن كوم چې اول ميثاق جمهوريت كښې د اوپن بيلټنګ ته صلاح ؤ اوس د خپل موقف څخه په شا شوے او پټ بيلټنګ غواړي۔ده ووئېل هغوي په مينار پاكستان لويه جلسه نه شي كولې، اېف اے ټي اېف كښې ئې مونږ بليك كيل كړې نه يو، د هغوي خيال ؤ چې د کورونا وائرس وبا په وجه به دومره مشکلات وي چې حکومت به ختم شي خو د لوي څښتن په فضل سره مونږ محفوظ ساتلې شوي يو ، آيا جمهوريت د روپو په وركړه د ټاكلے كيدو نامه ده۔ده ووئېل خېبرپښتونخوا كښې په تير دور كښې د پيپلز پارټۍ د اسمبلۍ 6 غړي وؤ خو د هغوي دوه سنيټران منتخب شوي، ټولو ته معلومه ده چې هلته اخستل خرڅول شوي، په کروړونو روپو سينېټرز جوړيدونكې د اولس خذمت نه شي كولے٬ هغه د اولس وينې څښي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں