اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي آزاد کشمير كښې كيدونكو ټاكنو كښې د سپيځلتيا عمل باوري كولو له د اليکټرانك مشينونو د لاري پولنګ کولو له سياسي اتفاق رائے ته اړتيا ده، د تجربې په توګه اليکټرانك ووټنګ مشين په نېشنل انسټي ټيوټ آف اليکټرانکس كښې استعماليدې شي ٬ دې سره به ټاكنو كشې د ټګۍ څخه خلاصے او امنيتي صورتحال جاج اخستو له مرسته تر لاسه شي۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په اليکټرانك ووټنګ مشين کار په آخري پړاؤ كښې دے او ډير زر به دغه مشين نيشنل ډيټا بيس رجسټريشن اتھارټي ، نيشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټيکنالوجي او کامسټس سره شيئر کړے شي، اليکټرانك مشين كښې د ووټ کاسټ کولو نه پس هم بيلټ پيپر پرنټ کيدے شي۔ده ووئيل د سائنس او ټيکنالوجي وزارت او نېشنل انسټي ټيوټ آف اليکټرانکس په دې ډول مشين جوړولو يوه ښه کارنامه ترسره كړې۔ده ووئېل د وزير اعظم عمران خان د سپارښتنې له مخې دا مشين منصفانه او شفاف ټاكنو باوري كولو لپاره جوړ شوے