د مېرمنو حقونو لپاره قانون سازي او شعور بېدارولو له يو ډول هڅې كولې شي۔ د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر شیریں مزاری د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔8 مارچ(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي پاكستان كښې مېرمنې خپلواكه جوړولو ٬ صنفي مساوات او په خاص توګه د انجونو حقونو تحفظ له د بشري حقونو وزارت كوټلې هڅې كوي۔ دا خبره هغه د ګل په ورځ د مېرمنې نړيوالې ورځ په موقع ايوان صدر كښې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د دستورې اهتمام د بشري حقونو وزارت او اروپائي ائتلاف په ګډه كړے ؤ كومه كښې چې صدر ډاکټر عارف علوی هم ګډون كولو۔ دستورې ته خطاب كوؤنكو كښې د ملګرو ملتونو د مېرمنو استازې شرمیلا رسول او د اروپائي ائتلاف سفيرې اندرولا كمينارا شامل وه۔ دستوره كښې د مېرمنو حقونو سره اړوندې دستاوېزي فلمونه هم وښودلې شول۔ وفاقی وزیرې شیریں مزاری خپل خطاب كښې ووئيل د بشري حقونو وزارت د مېرمنو د حقونو تحفظ تګلارې بهترۍ لپاره چې په دې وروستيو كښې كوم پېشرفت كړے په هغې كښې انسداد عصمت دری آرډیننس او انفورسمنټ آف ویمنز پراپرټی رائټس اېکټ 2020ء شامل دي ۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د بشري حقونو وفاقي سېكرټري انعام اﷲ خان د روان كال په مهال د مېرمنو نړيوالې ورځې سرخط ”خواتین کی قیادت: کووېډ 19 کی دنیا میں مساوی مستقبل کیلئے کوشاں“ اېښودلے شوے۔ هغه ووئيل د مېرمنو همكارۍ په تسليمولو او د مهمو پالېسيو په جوړولو كښی د مېرمنو په ګډون زور راوړو۔ شرمیلا رسول ووئيل د کووېډ 19 وباء مونږ ته دا ښودلې په مشرتابه كښې تنوع او ګډون مهم دے او كله چې په پرېكړو او پالېسي سازۍ كښې مېرمنو ته زياته نمائندګي وركولې شي نو ټولنې ته زياته ګټه رسي او د مسئلو نوې او آسان حل رامخې ته كېږي۔ پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې مس آندرولا مينارا خپل خطاب كښې ووئيل د اسټرېټجک همكارۍ منصوبې (اېس ای پی) ترسېوري لاندې پاکستان كښې د مېرمنو صنفي ھلو ځلو كښې ګډون ، هغوي خپلواكه كولو او د مېرمنو په ضد د هر ډول تشدد ختمولو له د مرستې په مهمو څانګو كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف همكاري ډېره مهمه ده او مونږ دې ته د قدر په سترګه ګورؤِ۔ هغې ووئيل دې پروقاره دستورې سره به د پاكستان اولس ته يو مثبت پېغام وركړے شي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں