د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د آزاد اپوزيشن لارښود اعظم نذير تارړ پلاوي سره يو ځائ ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د نهې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې د آزاد اپوزيشن لارښود اعظم نذير تارړ پلاوي سره يو ځائ ملاقات وكړو. د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په پلاوي كښې سېنېټر مصدق ملك، افنان الله او رانا مقبول شامل وو. په ملاقات كښې د ايوان كارروائي په موثر ډول چلولو خبرې وشوې. په دې موقع سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل چې د كمېټو تشكيل لپاره به په مشاورتي عمل كښې د آزاد اپوزيشن په حثيت ګډون كوو. د آزاد اپوزيشن غړو شمېره 27 ده.

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں