د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر وليدل

image

اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر سردار بابر خان موسٰی خيل د شورو په ورځ ملاقات كړې چې پكښې د هېواد د مجموعي سياسي او معاشي صورتحال پشمول د افغانستان دورې او بلوچستان په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په خبرو كښې ووئيل چې د بلوچستان صوبې اولس پرمختګ او خوشحالي د موجوده حكومت په ترجيحاتو كښې مهم جز دے٬د بلوچستان د اولس د احساس محرومۍ ازاله د وزيراعظم عمران خان ويژن دے۔ ده ووئيل چې په قامي اسمبلۍ كښې د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو ته د بلوچستان اولس د بشپړه نمائندګۍ موقع وركولې كېږي٬د بلوچستان صوبې پرمختګ او خوشحالي به د ټولې نړۍ معاشي استحكام باوري كړي٬سي پیك پروژه د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ګيم چينجر حېثيت لري

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں