بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو لپاره هڅي كوو، خارجه وزير شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 13اپريل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو لپاره جدي هڅي كوو۔ده دا خبره د نهي په ورځ المان كښې مېشته پاكستانيانو سره په ملاقات كښې وكړه۔ هغوي خارجه وزير ته المان ته په راتګ هركلې اووې او هغه ته ئې ګلونه ډالۍ كړل۔خارجه وزير المان كښې د مېشته پاكستانيانو د خذمات اعتراف كولو سره هغوي د پاكستان او المان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام لپاره مهمه ذريعه وګرځوله۔خارجه وزير ووئيل مونږ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له په قانوني ډول د روپو راليږلو آساني وركولو لپاره “ډيجيټل روشن پاكستان” منصوبه پيل كړې ۔بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو لپاره جدي هڅي كوو۔مونږ د اليكټرانك ووټنګ په آپشن هم غور كوو دغسې چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركړے شي۔خارجه وزير ووئيل د المان دوري په مهال زما د المان خپل همڅنګ او نور قيادت سره خبرې شوي۔مونږ به د پاكستان او المان ترمينځه دوه اړخيزه اقتصادي او معاشي مرسته لا زياتوو۔ د پاكستان كميونټي پلاوي د پاكستان او المان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو او د پاكستانيانو ښېګړي لپاره د خارجه وزير هڅي وستائلي او ميونخ كښې د سفارت خانې په پرانستلو ئې د خارجه وزير مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں