اسلام آباد 16 اپريل (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي اشرافيه او کرپټ حکمرانانو هېواد ته لوي زيان رسولے، سندھ كښې 14 كالو راهسي يوه كورنۍ په لوټ مار اخته ده، اولس د صحت، تعليم او د اوبو غوندې آسانۍ نه لري، وزيراعظم عمران خان د سندھ دوري سره به هلته اولس ته آسانيو وركولو له مرسته تر لاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو اترو كښې وكړه۔ده ووئيل دوزيراعظم وژن غريب اولس له آسانۍ وركول وي، وزيراعظم چې كوم لوظونه كړي وؤ نن هغه يو يو پوره كوي، د 50 لکهه كورونو جوړولو كار پيل شوے۔ده ووئيل وزيراعظم د هېواد كمزوري طبقي ښه كولو ته پام لرنه كوي، اشرافيه هېواد تباه كړے٬ اشرافيه او کرپټ حکمرانانو هېواد ته ډير لوي زيان رسولے دے