د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني قلعه عبدالله بازار كښې په پوليس وين د شوې چاؤدنه غندنه وكړه

image

اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د چمن په قلعه عبدالله بازار كښې په پوليس وين د شوې بمي چاؤدني غندنه كولو سره وئيلي دي هېواد دښمنه عناصر به چري هم په خپلو ناوړه مقاصدو كښې بريالي نه شي۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دے،ده ووئيل ترهه ګر د پرمختګ عمل ته زيان رسول غواړي په كوم كښې به چې هغوي چري هم بريالي نشي۔د سېنېټ چيئرمېن د چاؤدني په نتيجه كښې په شوي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په دې پېښه كښې د غمجنو كورنيو سره د هغوي په غم كښې برابر شريك يو،ده ووئيل د پاکستان او په خاص توګه د بلوچستان پرمختګ نه هېواد دښمنه عناصر خائف دي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں