ګلګت بلتستان د سيلګرۍ مركز جوړولو لپاره به بشپړه هلې ځلې كولې شي، علي امېن ګنډاپور

image

اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن خان ګنډا پور وئيلي دي د ګلګت بلتستان د سيلګرۍ مركز جوړولو له به ټولي هلې ځلې باوري كولي شي۔ د شورو په ورځ جاري شوي پريس ريليز له مخي ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) حكومت د وزيراعظم عمران خان وژن له مخي هېواد كښې د سيلګرۍ څانګي ودي ته په زړه پوري پام لرنه كوي۔جي بي پلاوي سره ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل ګلګت بلتستان قدرتي ښكلا لري او د ټولي نړۍ سيلګرو لپاره زړه راښكونكے منزل دے۔ده ووئيل د سيلګرۍ ځايونو ته سيلګري رسولو له د سيمي بنيادي ډھانچه ښه كړې كيږي۔ ګنډا پور ووئيل د سيلګرۍ پرمختګ سره به نه يواځي د سيمي وګړو د ژوند معيار ښه شي بلكه هغوي ته به د روزګار ښې موقعې هم ترلاسه شي۔وفاقي وزير ووئيل سيمه كښې ماحوليات او د ځنګلي حيات تحفظ لپاره ګلګت بلتستان كښې به د قامي پاركونو شميره زياتولي شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں