پاكستان افغانستان څخه د سفارت كارو ٬ سفارتي مشنونو او د نړيوالو ادارو عملې او خبريالانو په شمول 8439 وګړي وويستل

image

اسلام آباد۔28اګست (اے پی پی) پاکستان افغانستان څخه نزدې د 8439 وګړو ويستلو كښې مرسته كړې ده په كومو كښې چې سفارت كار ٬ د سفارتي مشنونو او نړيوالو ادارو عمله او خبريالان شامل دي۔ د جمعې په ورځ نور 113 افغان وګړي اسلام آباد ته راورسېدل او خپلو خپلو منزلونو پلو روان شول۔ د تفصیلات له مخې د روانې مياشتې په 15 مه نېټه افغانستان څخه د ستنېدو عمل پېل شو۔ په 15 اګست په مجموعي توګه 636 ٬ په 16 اګست 42 ٬ په 18 اګست 385 ، په 19 اګست 299 ٬ په 20 اګست 707 ، په 21 اګست 675 ٬ په 22 اګست 766 ، په 23 اګست 971 ، په 24 اګست 1210 ، په 25 اګست 564 او په 26 اګست 564 وګړي افغانستان څخه وويستلې شول۔ پاكستان په 27 اګست د نور 113 وګړو افغانستان څخه وتلو كښې مرسته وكړه۔ د پاك افغان طورخم پولې د لارې نزدې 1173 كسان وويستلې شول۔ افغانستان څخه تر دې دمه 1059 پاکستانی وګړي حفاظت سره هېواد ته رارسولې شوي دي په كومو كښې چې 104 د هوائي سفر او پاتې د سړك د لارې هېواد ته رارسېدلې دي۔

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں