اسلام آباد31 اګست (اے پي پي) صدر ډاکټرعارف علوي وئيلي دي د مصنوعي ذهانت څانګه چېلنجونه لري او زمونږ ځوانانو له به خپل ځان د دې چېلنجونو مخنيوي لپاره چمتو كول وي٬ هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سمولو لپاره د جديد ټېكنالوجي او پوهه لرونكو ځوانانو ته اړتيا ده٬ حكومت انفارمېشن ټېکنالوجي ته ډېر اهميت وركوي او ځوانانو ته هنر وركولو لپاره ډي جي سكلز او د كامياب جوان له مخې يو شمېر پروګرامونه پېل كړې شوي دغسې چې دا ځوانان زمونږ په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې خپل كليدي كردار ولوبولے شي۔ د نهې په ورځ په نېشنل يونيورسټي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي (نسټ) سنټر فارآرټيفيشل انټيليجنس تر سېوري لاندې د آرټيفيشل انټيليجنس ټېك کورس كال 2021 د پائې دستورې ته خپل خطاب كښې صدر ووئيل د سائنس او ټېکنالوجي په څانګه كښې تحقيق او د اختراعي ټيکنالوجيز څخه بشپړه استفاده كوٶنكي قامونه د پرمختګ منزلونه په تندۍ سره سر كولې شي، زمونږ لويه كاميابي د معلوماتو سم او په وخت استعمال او د څيزونو د وړاندې نه پېژندګلو سره تعلق لري ۔ صدر په ټېکنالوجي اېکسپو او سټارټ اپ چېلنج كښې د پاکستانو محققينو او زده كوٶنكو په مصنوعي ذهانت آډانه مصنوعاتو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او وې وئيل دا خبره خوشبينه ده چې په دې مصنوعاتو كښې زمونږ ټولنې او صنعتونو ته د ورمخې ته چېلنجونو په اختراعي طريقو احاطه شوې ۔ صدر ووئيل حکومت انفارمېشن ټېکنالوجي ته ډېر اهميت وركوي٬ دې صنعت ته د پام ګرځولو په نتيجه كښې په تېر مالي كال كښې د پاكستان د آئي ټي برآمدات 2.12 اربه ډالرو ته رسېدلي۔ صدر ووئيل د آرټيفيشل انټليجنس ټېك کورس 2021 غوندې اقداماتو سره په هېواد كښې د رامخې ته ټيکنالوجيز لكه کلاوډ کمپيوټنګ ، آرټيفشل انټيليجنس، سافټ وئېر ډويلپمنټ او ډيټا اينا ليسز ته د ترقۍ وركولو استعداد لرو۔ صدر د آرټيفيشل انټيليجنس ټېك کورس 2021 كښې زده كوٶنكو، محققينو، د اختراع کارو اختراعي آئيډيا او د خيالاتو ستائنه وكړه او په اېكسپو كښې انعامونه او اعزازونه ترلاسه كوٶنكو له ئې مباركي وركولو سره ووئيل زه باور لرم چې دې ډول پروګرامونو او اقداماتو سره به د نسټ سنټر فارآرټيفيشل انټليجنس هېواد كښې د مصنوعي ذهانت ودې او څرګندولو له د وړومبي سنټر اعزاز ترلاسه كړي۔ صدر ووئيل زه باور لرم چې سنټر به په علم آډانه معيشت رامخس ته كولو كښې حکومت سره معاونت وكړي۔ صدر ووئيل د مصنوعي ذهانت په بنياد سباٶن كښې لوي بدلونونه د رامخې ته كېدو امكان دے خو ضرورت د دې خبرې دے چې زمونږ ځوانان په دې كښې پوهه او تجربه ترلاسه كولو سره د هېواد خدمت وكړي ځكه چې ټېكنالوجي د انسانانو په ژوند كښې بهتري راوستلو كښې كليدي كردار لري۔ ده ووئيل پاکستان لپاره په سائبر سيکورټي كښې پوهه ډېره ضروري ده، دا آسانه ټېكنالوجي ده او الحمدالله مونږ په دې څانګه كښې وسائل او پوهه هم لرو۔ صدر ډاكټر عارف علوي د آرټيفيشل انټيليجنس ټېك کورس 2021 كښې په غوره كاركردګۍ زده كوٶنكو او محققينو ته انعامونه هم وركړل۔ په دې موقع د پوهنتون رېكټر لېفټېننټ جنرل (ر) جاوېد محمود بخاري هم دستورې ته خطاب وكړو۔