اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د صنعت او پوهنتونونو ترمينځه په روابطو زور راوړولو سره وئېلي بايد انجينئرانګ پوهنتونونو معياري جديد او د ماركيټ د حاجت له مخې تعليم وركولو ته پام لرنه وكړي دغسې چې هېواد په بېلو څانګو كښې مخ په وړاندې لاړ شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان انجينئرنګ كونسل نوې ټاكلې شوي ګورنر باډي پرانستې دستورې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل انجينئرنګ هغه پېشه ده كوم چې قامونه جوړوي۔ده ووئيل د انجينئرانو خوارۍ او كار سره د تهذيبونو پېژندګلو كېږي٬د پاكستان انجينئرانو په ټوله نړۍ كښې د هېواد نامه روښانه كړې٬انجينئران د دفاع او كنسټركشن پشمول په بېلو څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د هند اتومي چاودنو په ځواب كښې پاكستان اتومي چاودنې كړې دي او په دې كښې انجينئرانو مهم كردار ترسره كړې۔ده ووئيل عمر له د پاكستان دا موقف و چې د افغان مسئله جنګ سره نه حل كېږي٬په اربونو ډالرو خرڅ كولو نه پس امريكا پوهه شوه چې د افغانستان مسئله د طاقت سره نه حل كېږي۔ده ووئيل د انجينئرانو څخه لويې اميدونه لرو٬تعميرات٬نيوكليئر انجينئرنګ٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬ماحوليات او د توان پشمول په نورو څانګو كښې د نړۍ او پاكستان په پرمختګ كښې د انجينئرانو كردار مهم دے۔ده ووئيل پاكستان انجينئرنګ كونسل له به د انجينئرانو مسئلو حل كولو ته پام لرنه كول وي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي نوي ټاكلې شوې عهديدارو له په دې موقع مباركي وركړه