اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي جسټس قاضي فائز عيسٰی د پاكستان چيف جسټس په توګه تعيناتي كړې٬د تعيناتۍ اطلاق به د 17 ستمبر 2023 څخه د جسټس عمر عطا بنديال ريټائرمنټ څخه وي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ څخه جاري شوي بيان له مخې د موجوده چيف جسټس آف پاكستان جسټس عمر عطا بنديال د آئين آرټيكل 179 له مخې 16 ستمبر 2023 رېټائرمنټ عمر ترلاسه كړي۔صدر مملكت د چيف جسټس تعيناتي د آئين آرټيكل 175 اے 3 له مخې كړې۔صدر مملكت جسټس قاضي فائز عيسٰی به د ستمبر په 17مه نېټه كال 2023 په مهال د چوكۍ سوګند اخلي