مونږ له دې هم بلنه راكړي دغسې چې سرينګر كښې اولس څخه مقبوضه كشمير كښې د 5 اګست ګامونو په حقله پوښتنه وكړے شوو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 15 جون (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د هند دفاع وزير د آزاد كشمير اولس رائې د خپلو غېر انساني ګامونو په حقله ترلاسه كولې شي۔ مونږ له دې هم بلنه راكړے شي دغسې چې سرينګر كښې اولس څخه مقبوضه كشمير كښې د 5 اګست ګامونو په اړه پوښتنه وكړے شوو۔ هند كښی په مسلمانانو روانو ظلمونو نه ټوله نړۍ خبر ده۔ د پاكستان په شمول نیپال، بنګله دېش، چین ټول ګاونډيان د هند د پالېسو نه تنګ شوي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د هند په رويه كښې كوم بدلون نه دې راغلے۔ مقبوضه كشمير كښې د لټون عملياتو په نوم نن هم د ظلمونو لړۍ روانه ده۔ د كشمير وېش چا هم نه دې منلے۔ د 5 اګست ګامونه كشميرېان په هېڅ صورت نه قبلوي۔ ده ووئېل مونږ مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو او د هند دننه مسلمانانو سره د روان امتيازي سلوك په اړه ملګرو ملتونو او د او آئي سي په شمول نورو نړيوالو ادارو ته خطونه لېږلې دي۔ ده ووئيل نن چې څومره كشميرې اولس هند نه متنفر دے دومره په تېرو 7 ليسزو كښې نه وو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں