د يوټېلټي سټورز كارپورېشن اېم ډي عمر حبيب خان لودھي ” اے پي پي” سره خبرې

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د يوټېلټي سټورز كارپورېشن مېنجنګ ډائرېكټر (اېم ډي) عمر حبيب خان لودھي وئيلي دي پاکستان پوسټ به يوټيليټي سټورز سره د کېش آن ډيليوري عمل لپاره مرسته كوي٬ د كېشن آن ډيليوري پېل به د اسلام آباد څخه كولے شي٬ دې منصوبې سره به د پاكستان پوسټ ريونيو هم زياته شي، تر جولائي به ګرد هېواد كښې نور يو زر سټورونه جوړولے شي، په يوټيليټي سټورز د اوړو او د چينو كمے راغلے خو په راتلونكو دوه دريو ورځو كښې به دا مسئله حل شي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ اے پي پي سره خپلو خاص خبرو كښې وكړه۔ عمر لودھي ووئيل يوټيليټي سټور وګړو ته د خوراك څښاك څيزونه په كور د وركولو منصوبه لري، پاکستان پوسټ سره په ګډه اولس ته هوم ډېليوري پېل كوٶ٬ په راتلونكې مياشت كښې به پاكستان پوسټ سره په ګډه كار پېل كړو ۔ده ووئېل په ابتدائي توګه به دا منصوبه اسلام آباد څخه پېل كولې شي چې ورسره به د پاكستان پوسټ ريونيو هم زياته شي ۔عمر لودھي ووئيل تر جولائي به ګرد هېواد كښې نور يو زر سټورونه جوړولې شي، پېښور ،کراچۍ ،لاهور او ملتان كښې د مېګا سټورز جوړولو منصوبه لرو۔ عمر لودھي ووئيل په يوټيليټي سټور لازمي سروسز ايکټ نافذ كړے شوے

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں