ډاكټر شبهاز ګل د پنجاب د خزانې وزير هاشم جوان بخت لخوا د پنجاب بجټ په اړه د وېډيو د اجرا هركلې وكړو

image

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل د پنجاب د خزانې وزير هاشم جوان بخت لخوا د پنجاب بجټ په اړه د وېډيو د اجرا هركلې كړے او وئيلي ئې دي چې په سختو حالاتو كښې د پنجاب حكومت غوره بجټ وړاندے كړے. په بجټ كښې په عمومي توګه د سختو اقتصادي اصطلاحاتو استعمال په وجه عام وګړې په دې نه پوهېږي، د پنجاب د كنزيومر بجټ او د خزانې وزير دا وېډيو به د اولس مرسته وكړي. د نهې په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د خزانې صوبائي وزير لخوا دا اقدام خوشبينه دے او په دې اقدام د خزانې صوبائي وزير او د هغه ډلې ته مباركي وايو.

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں