اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) په قومي اسمبلۍ كښې د كورونا وائرس په ضد مبارزه كوونكو ډاكټرانو، طبي عملې او د مرسته كوونكو ادارو اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كړې شوې. د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې په بجټ د بحث په مهال زياتره غړو په هېواد كښې د ډاكټرانو، نرسز، معاون طبي عملې او د ادارو د اهلكارو خدمات وستائيل. دوي د وبا په ضد د مبارزې په مهال د ځان قربانونكې طبي عملې خدمات وستائيل او وې وئيل چې د ډاكټرانو، طبي عملې او د مرسته كوونكو اهلكارو جذبه د ستائنې وړ ده.