اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) داخله وزير اعجاز شاه وئيلي دي د کراچۍ سټاك ايکسچينج د بريد تر ماسټر مائنډز به ځان رسوو او ھغه به هم انجام ته رسوٶ، بريد كوٶنكې څلور واړه ترهګرو مو سنبهال كړي، څلور ځوانان هم شهيدان شوي۔ د ګل په ورځ په رامخې تشوې پېښه داخله وزير ووئيل د ګل په ورځ سهار وسله والو ترهګرو د پاركنګ له اړخه د سټاك اېكسچېنج ودانۍ ته د ننتولو هڅه كوله چې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو ځوانانو ئې مقابله وكړه او په كراس فائرنګ كښې څلور واړه ترهګر ووژل شول او څلور ځوانان هم شهيدان شول۔ داخله وزير ووئيل دا مهال قانون نافذ كوٶنكو ادارو وداني محاصره كړې او ډېر زر به وداني كليئر كړي۔ داخله د دې عزم څرګندونه وكړه چې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو چې څنګه ترهګر او د ھغوي ماسټر مائندز انجام ته رسولي دغسې به د دې پېښې ككړ كسان او ماسټر مائنز هم انجام ته رسوي۔ ده ووئيل د پېښې پلټنې پېل كړې شوي۔