خارجه وزارت په کراچۍ سټاك اېکسچينج د ترهګرۍ په بريد پاكستان او اولس سره د يوالي په څرګندونه د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزارتونو٬ سفيرانو او د سفارتخانو مننه وكړه

image

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي تېره ورځ كراچۍ كښې په سټاك اېکسچينج د ترهګرۍ په بريد د پاكستان حكومت او اولس سره د يوالي په څرګندونه كولو د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزارتونو٬ سفيرانو او سفارتخانو مننه كړې ده۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياندې په يو شمېر ټوېټس چې پكښې د ترکيه، ايران، آذربائيجان سفيرانو، د برتانيې، آسټراليا، کاناډا هائي کمشنرانو٬ د امريكې، چين او د ترکيه خارجه وزارتونو د پاكستان حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه كرې وه د هغوي مننه كړې ۔ پاکستان كښې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو، مشنز او د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزارتونو په پاكستان سټاك اېكسچينج كښئ د ترهګرو په بريد د خپلو هېوادونو لخوا د غبرګون ټويټس كړي وو ۔ د ترهګرۍ غندنه كولو سره نړيوالو د شهيدو شوو امنيتي اهلكارو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه هم كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں