د خارجه وزير شاہ محمود قریشی د امریکې د افغان امن بهير خاص استازي زلمے خلیل زاد سره خبرې

image

اسلام آباد 01 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي افغان امن بهير مهم پړاؤ ته رسېدلے، د افغانانو خپلو كښې خبرو اترو ته كېناستل او د مذاکراتی ډلو اعلان خوشبينه دے، دې خبرو اترو سره به افغانستان كښې مستقل امن لپاره لاره هواره شي۔ دا خبره ده د امریکې د افغان امن عمل لپاره خاص استازي زلمے خلیل زاد سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې ده سره ملاقت كولو ۔ د ملاقات په مهال د سيمې په صورتحال، افغان امن عمل په اړه په خاص توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د امریکې د افغان مفاهمتی عمل ایمبیسډر زلمے خلیل زاد کراچۍ سټاك ایکسچینج باندې په شوي بريد د خارجه وزير سره د افسوس څرګندونه كولو كښې د قانون نافذ کوونكو ادارو د اړخه په وخت کارروائی او د ځوانانو مثالی مړانه وستائله۔ شاہ محمود قریشی ووئيل افغان امن عمل كښې تر اوسه شوے پیشرفت د ډاډ وړ دے۔ده ووئيل د ډلو د اړخه بین الافغان مذاکرات ته سلا كيدل او د مذاکراتی ډلو اعلان خوشبينه دے ٬ دې سره به افغانستان كښې مستقل امن لپاره لاره هواره شي۔ده ووئېل افغان امن عمل مهم پړاؤ كښې ته رسېدلے ۔ په دې موقع به هغه عناصر څخه ځان خبر ساتل وي كوم چې افغانستان كښې د امن په لاره كښې خنډان راولاړوي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د تيرو 40 كلونو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ افغان كډوالو عزت سره خپل هيواد ته ستنولو لپاره به نړېوالې ورورولۍ له مرسته كول وي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں