د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سليم مانډوي والا د سېنېټر بهره مند تنګي روغ صحت له د دعا خواست

image

اسلام آباد ۔ 05جون (اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سليم مانډوي والا د پاكستان پيپلز ګوند مشر لارښود او سېنېټر بهره مند تنګي روغ صحت لپاره د دعا خواست كړے دے۔ د سېنېټ ميډيا ډائرېكټورېټ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې سېنېټر بهره مند تنګي د اسلام آباد نجي روغتون په آئي سي يو وارډ كښې داخل دے۔ سلیم مانډوی والا ووئيل چې سېنېټر بهره مند تنګي د اېمبولېنس دلارې چارسدې څخه اسلام آباد ته منتقل كړې شوې دې۔ دعا ده چې لوئے څښتن ده له زر تر زره روغ صحت وركړي۔ ډپټي چيئرمېن ټول قام ته خواست وكړو چې هغوي د بهره مند تنګي زر روغتيا له دعا وكړي

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں