ټولې تعلیمی ادارې د ستمبر وړومبۍ اوونۍ نه په پرانستلو اتفاق

image

اسلام آباد 09 جولائی (اے پی پی) د تعليم بین الصوبائی وزيرانو كونسل كښې ټولې تعلیمی ادارې د ستمبر وړومبۍ اوونۍ نه د پرانستلو پرېكړه شوې۔د شورو په ورځ د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود په مشرۍ كښې د تعليم بین الصوبائی وزيرانو غونډه وشوې۔په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو ، آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان د تعليم وزيرانو او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د ټول سټیك هولډرز ترمينځه په دې تجویز اتفاق وكړے شو چې تعلیمی ادارې به د ستمبر په وړومبۍ اوونۍ كښې پرانستلې شي۔ په غونډه كښې دا هم ترسره شوې وه چې ستمبر څخه وړاندې به د تعليم وزيرانو كونسل دوه غونډې كېږي چې پكښې به د كووېډ ۔ 19 صورتحال جاج اخستلے شي۔ د كووېډ ۔ 19 صورتحال په لړ كښې د تعلیمی ادارو پرانستلو نيټه وړاندې وروستو هم كيدے شي۔په غونډه كښې دا هم پريكړه وشوه چې تعلیمی ادارو له د اېس او پیز تر مخه د امتحانات اخستلو اجازه به هم وركولې شي

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں