د لوي اختر په موقع اولس د كرونا نه بچ كولو لپاره په ضابطه كار په سختۍ سره عملدرآمد ته اړتيا ده

image

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د كرونا وائرس په كېسونو كښې پرله پسې كمے راروان دے، د لوي اختر په موقع اولس د كرونا نه بچ كولو لپاره په ضابطه كار په سختۍ سره عملدرآمد ته اړتيا ده٬ په اېس او پيز دې عملدرآمد جاري وساتلے شي۔د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل لوي اختر دې په سادګۍ سره ولمانځلے شي٬هسې نه چې څنګه په تېر اختر كښې اېس او پيز نظر انداز كړے شول او روغتونونه د كرونا رانځورانو نه ډك شول ۔ ده د حكومت لخوا په ټاكلو اېس او پيز په سختۍ سره د عملدرآمد  كولو امر وكړو ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د نېك مرغۍ سره په ھغه هېوادونو كښې شآمل دے  چرته چې د كرونا د رنځورانو د مرګ شرح كښې كمے راغلے  ۔ په آئي سي يو كښې او بهع وېنټيلېټرز هم د رنځورنو شمېره كمه شوې  او د بده مرغه زمونږ ګاٶنډي هېواد هند كښې دا شرح ډېره زياته ده ۔ ده ووئيل پاكستان كښئ 2 لكه 59 زره 998 كېسونه رامخئ ته شوي  چې پكښې يو لك 83 زره 737 كسان صحت مند شوي او 5 زره 475 كسان مړه شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 23 زره 907 ټېسټونه شوي چې پكښې يوازې 2 زره 85 ټېس پازېټيو راغلي٬ دا كاميابي د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ نتيجه ده او قام د حكومت لخوا په جاري كړو اېس او پيز عملدرآمد كوي۔ دا ووئيل مثبت رجحان په ځائ ساتلو لپاره ضروري ده چې په اېس او پيز عملدرآمد جاري وساتلے شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں