اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال ګرد هېواد كښې د ټائيګر فورس ورځې لمانځلو په تياريانو مشاورت وكړے شو۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس د میډیا سېل لخوا جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم عمران خان د ځوانانو رضاكارانو په خپله باور ترلاسه كولو پرېكړه كړې ده۔ د وزيراعظم عمران خان خصوصي پېغام به نن د نهې په ورځ خپرولے شي۔ د ملاقات په مهال د ټائيګر فورس په اړه د چين لخوا ليكلې شوې خط هم وزيراعظم ته وړاندے كړے شو۔ وزیراعظم په نړيواله كچه د ټائيګر فورس په ستائنه د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان يو وارې بيا د ټائيګر فورس رجسټرېشن پرانستلو وئيلي دي۔ وزیراعظم به خپل پېغام كښې د رجسټرېشن او ټائيګر فورس ډے نېټه اعلان كوي۔ هغه به ځوانانو ته په قامي شجركاري كمپائن كښې د برخې اخستلو خواست هم كوي۔