سېنېټ په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند غېر قانوني٬غاصبانه او د يو اړخيز اقداماتو په يو كال پوره كېدو د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړو

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) سېنېټ په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د غېر قانوني٬غاصبانه او د يو اړخيز اقداماتو په يو كال پوره كېدو د غندنې قرارداد په اتفاق سره منظور كړے۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي دا قرارداد غونډې ته وړاندې كړو۔په قرارداد كښې وئېلي شوي د پاكستان سېنېټ په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې او په كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه د هند لخوا د مقبوضه جمو كشمير آئيني حېثيت بدلولو لپاره د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په يو كال پوره كېدو د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو مسترد كولو پخلے كوي د كوم مقصد چې په مقبوضه جمو كشمير كښې خپله غېر انساني قبضه په ځاې ساتل دي۔دا ايوان وائي چې د هند غېر قانوني اقدامات د ملګر ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو٬د دوه اړخيزه لوظ نامو او د نړيوال قوانين څرګنده خلاف ورزي ده۔دا ايوان د هند د واكمن ګوند بي جے پي لخوا د كووېډ -19 نړيوالې وباﺀ ګټه پورته كولو سره په مقبوضه جمو كشمير كښې د ډوميسائل د نوي قوانين معرفي كولو غندنه كوي چې مقصد يې د هند توا ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو سره د منطقې ډيموګرافېك سټركچر په غېر قانوني توګه بدلول دي۔په قرارداد كښې د هند وسله والو ځواكونو لخوا كشميري ځوانان په جعلي مقابلو٬چاپو او لټون كښې د عدالت د پريكړی نه غېر د قتلولو ٬ د كشمير مشرانو او كاركنانو په حراست كښې د اخستلو او د قيد كولو د اقداماتو هم سخته غندنه شوې۔په قرارداد كښې د هندي ځواكونو لخوا د شهيدانو مړي مناسب تدفين لپاره د دوي كورنيو ته د نه سپارلو او د اجتماعي سزا په توګه د كشميريانو د كورونو سوځولو او د لوټ كولو د پېښو هم سخته غندنه شوې۔په قرارداد كښې وئېلي شوي هندي ځواكونه د 11 زره نه زيات بې ګناه كشميريان چې پكښې مېرمنې او ماشومان شامل دي٬په بشپړه يا جزوي توګه د پيلټ ګن د لارې د بينائۍ څخه محروم كړې٬كوم چې د نړيوال قوانين او د بنيادي بشري حقونو څخه سرغړونه ده٬په قرارداد كښې په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو هم غندنه شوې او وئېلې شوي چې هندي ځواكونه په اېل او سي او وركنګ باؤنډري د سيز فائر خلاف ورزي كولو سره سول آبادي پرله پسې په نښه كوي او تېر كال يې د 18 نه زياتې خلاف ورزۍ كړي چې په نتيجه كښې ئې 18 وګړي شهيدان او د 138 نه زيات سخت ژوبل شوي۔په قرارداد كښې د جمو كشمير په شخړه د نړيوالو مشرانو او د نړيوالې ټولنې بيانونه ستائېلې شوي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قوانين له مخې د خپلواكۍ حق د كشميريانو منلے شوے حق دے۔په قرارداد كښې په قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې د دې نه وړاندې د منظور شوو قراردادونو پخلي كولو سره د مقبوضه جمو كشمير اولس سره د پاكستاني اولس د لازواله او غېر متزلزل ملاتړ او يو والي څرګندونه شوې۔په قرارداد كښې د هندي حكومت څخه غوښتنه شوې چې هغه دې د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې څخه خپل غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات ختم كړي۔په مقبوضه جمو كشمير كښې دې غېر انساني پوځي محاصره په سمدستي توګه ختمه كړی شي۔د مقبوضه سيمې ډيمو ګرافي بدلولو لپاره دې غېر قانوني اقدامات په سمدستي توګه بند كړے شي ۔د كشميريانو ځوانانو په جعلي مقابلو چاپو او د لټون په عملياتو كښې د عدالت نه غېر د قتلولو لړۍ دې بنده كړې شي۔په غېر قانوني توګه بند شوي كشميري ځوانان او سياسي مشران دې خوشې كړے شي۔په مېډيا انټرنېټ٬موبائل٬تګ راتګ او په سوله ايزو اجتماعاتو بندېزونه دې ختم كړے شي۔په مقبوضه جمو كشمير كښې دې د بشري حقونو او په انساني بنيادونو كار كوونكو ادارو٬آزاد مبصرينو او مېډيا ته رسنه وركړے شي۔د آرمډ فورسز سپېشل پاور ايكټ د پبلك سېفټي ايكټ او د غېر قانوني چارو د امتناع قانون پشمول تور قوانين دې ختم كړے شي۔د مقبوضه كشمير څخه دې 9 لكه پوځ وويستلې شي او كشميريانو ته دې د دوي د خپلواكۍ حق وركړے شي۔په قرارداد كښې نړيوالې ټولنې ته وئېلي شوي د هند د خلاف ورزو مخ نيوي لپاره دې ټولې وسيلې پكار راولي او هند دې د ذمه وارو پابند كړي۔په قرارداد كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل ته وئېلي شوي چې د انكوائرۍ يو كميسون دې جوړ كړے شي كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پلټنې وكړي لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كميسون په دواړو رپورټں كښې تجويز كړی شوې۔په قرارداد كښې د دې عزم پخلے شوے چې پاكستان به د كشميري اولس جائز او د خپلواكۍ قانوني حق ترلاسه كولو پورې د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د خارجه وزير لخوا په وړاندې كړي قرارداد د ايوان رائے ترلاسه كړی او دغسې غونډې په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه۔دا قرارداد د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق سره جوړ كړے شوے

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں