د سندھ’ خېبرپښتونخوا ‘ بلوچستان او سوئيلي پنجاب اولس له چې د موټروے په اړه كوم حق نه دے وركړے شوے ھغه به دوي له وركوو

image

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي مونږ قانون جوړ كړے چې په نوو منصوبو كښې د موټروے پوليس لپاره به ګاډي اخستلې شي خو د اېن اېچ اے چارواكو لپاره به ګاډي نه اخلو او په وزارت كښې د پي اېس ډي پي له مخې يوې منصوبې لپاره د ټوكن مني كېښود مخ نيوے كوو٬ نور وزارتونه دې هم په دې عمل وكړي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض د نكتې په ځواب ده ووئيل د ملتان سكهر موټروے بشپړتيا د وخت نه وړاندې شوې٬ د سندھ’ خېبرپښتونخوا ‘ بلوچستان او سوئيلي پنجاب اولس ته چې د موټروے په اړه كوم حق نه دے وركړے شوے ھغه به دوي ته وركوو ٬ مونږ خپله رېونيو د 25 اربه 50 اربه روپو ته رسولې ۔ده ووئيل مونږ دا پرېكړه كړې چې منصوبه بندۍ كښې دې بې شكه تاخير وي خو منصوبې به ھغه وخت پېل كوٶ كله چې دې لپاره فنډز موجود وي ٬ دغسې چې لګښت هم زيات نه شي ‘ په ډيزائنګ كښې هم بدلون نه وي او د زمكې كومه شخړه هم نه وي۔ده ووئېل لواري ټنل د 12 اربه څخه پېل شوے ؤ او 35 اربه روپو څخه زيات لګښت پرې راغلې چې سوب ئې د منصوبه بندۍ نشتوالے ٶ۔ده ووئېل مونږ د پاكستان د تاريخ د ټولو نه زيات د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ منصوبې منظورې كړي٬ حېدرآباد سکھر موټروے ‘ سوات موټروے فېز ټو او د ميانوالي مظفرګړھ سړك به د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې جوړوٶ۔ ده ووئيل مونږ د اېن اېچ اے هدف سل اربه روپۍ كلن ساتلے ٬ مونږ د جي آئي اېس مېپنګ او د رېسټ ايرياز د ليز بيعې زياتولو سره خپله رېونيو زياته كړې ۔ ده ووئيېل د سرکاري څانګې پرمختيائي پروګرام د صحت ٬ تعليم او اوبو غوندې بنيادي سهولتونو وركولو له خرڅ كول پكار دے٬ مونږ به پخپلو وسائلو ټول سړكونه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں