د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ په پاكستان بهرني سرمايه كار باور لري۔ هېواد دا مهال د پرمختګ په لور روان دے

image

پېنډۍ ۔ 17 اګست (اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په پاكستان بهر هېوادونو نه راغلې سرمايه كار باور لري۔ د سرمايه كارۍ حوالې سره دلته ښكاره بدلون رامخې ته شوے ۔ هېواد دا مهال د پرمختګ پړاؤنو نه تېرېږي۔ د نورو څانګو سره سره پراپرټۍ او دې سره تړلې سرمايه كارۍ له هم پاكستان تر ټولو غوره هېواد ګڼلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاك يوكے بزنس كونسل ترسېوري لاندې اولني اوورسيز آن لائن انوېسټمنټ كنفرنس 2020 ته خطاب كښې وكړه۔ ده اورسیز بزنس کمیونټی ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركولو سره ووئيل پاكستان پرمختګ كړے هېواد جوړولو لپاره د وزيراعظم مشن مونږ په ګډه سره ته رېولے شو۔ ۔كنفرنس كښې يوكے او اروپاﺀ لپاره د وزيراعظم د تجارت وياند صاحبزادہ اے جهانګیر، د یو کے پاکستان بزنس کونسل چيئرمېن جاوید ملک او د بېلو هېوادونو بزنس كميونټي ګډون وكړو۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښی د وزيراعظم د تجارت وياند صاحبزادہ جهانګیر ووئيل په عمران خان ټولې نړۍ په پټو سترګو باور كړے او د دې ښكاره مثال نمل پوهنتون ٬ شوکت خانم روغتون او نور هغه پروجېكټونه دي كوم چې عمران خان نه يوازې پېل كړي بلكې پايې ته ئې هم رسولي۔ نن وزیراعظم عمران خان په خپله يوه ګارنټي ده هر هغه سرمايه كار له كوم چې پاكستان كښی سرمايه كاري كول غواړي۔ کانفرنس ته خپل خطاب كښې د يو كے پاكستان بزنس كونسل چيئرمېن جاوېد ملك ووئيل اورسيز پاكستانيان پاكستان سره مخلص دي او دوي ټول عمري پاكستان لپاره خپل خذمات وړاندې كړي

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں