د كوېډ -19 وباﺀ له امله د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ صنعت او كاروبار ځپلے شوے خو مونږ د وباﺀ په مهال د سپلائي چېن بحال ساتلے چې دغسې په ماركيټ كښې كوم ډول كمے رانشي

image

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د كوېډ -19 وباﺀ له امله د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ صنعت او كاروبار ځپلې شوې خو د مونږ د وباﺀ په مهال سپلائي چېن بحال ساتلې چې دغسې په ماركيټ كښې كوم ډول كمې رانشي٬ حكومت د وباﺀ پھ مهال كاروبار صنعت او د تعميرات څانګې په وخت پرانستلې دي او كاروباري څانګې ته يې رېليف وركړی چې له مخې يې د اېس اېم ايز د برېښنا د 30 نه تر 35 لكه بلونه معاف كړي او ګټھ يې زياتو كاروبارونو ته رسېدلې، د روان مالي كال لپاره حكومت نه يوازې ټېكس فري بجټ وركړی بلكې د وړاندې نه د لګولې شويو ټېكسونو شرح يې هم كمه كړی۔د زرګونو په شمېر په مصنوعاتو كسټم ډيوټي ختم كړی شوې او د سېلز ټېكس پشمول په نورو ټېكسونو كښې هم مرعات وركړی شوي۔وفاقي حكومت د تعميرات څانګې لپاره پیكج معرفي كړی چې ورسره نه يوازې د تعميراتو په څانګه كښې بلكې په ذيلي صنعتونو كښې هم بهتري راغلې، حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال دوه نوې پالېسۍ معرفي كړی دي چې پكښې د اليكټرك ويكلز او د موبائل مينوفكچرنګ پالېسۍ شاملې دي۔ د نهې په ورځ د حكومت دوه كلنې كاركردګۍ رپورټ وړاندې كولو په مهال خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل د كوېډ -19 وباﺀ له امله د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ صنعت او كاروبار ځپلې شوې خو د مونږ د وباﺀ په مهال سپلائي چېن بحال ساتلې چې دغسې په ماركيټ كښې كوم ډول كمې رانشي٬ده ووئيل چې حكومت د وباﺀ پھ مهال كاروبار صنعت او د تعميرات څانګې په وخت پرانستلې دي او كاروباري څانګې ته يې رېليف وركړی چې له مخې يې د اېس اېم ايز د برېښنا د 30 نه تر 35 لكه بلونه معاف كړي او ګټھ يې زياتو كاروبارونو ته رسېدلې۔ده ووئيل چې د روان مالي كال لپاره حكومت نه يوازې ټېكس فري بجټ وركړی بلكې د وړاندې نه د لګولې شويو ټېكسونو شرح يې هم كمه كړی۔د زرګونو په شمېر په مصنوعاتو كسټم ډيوټي ختم كړی شوې او د سېلز ټېكس پشمول په نورو ټېكسونو كښې هم مرعات وركړی شوي۔وفاقي حكومت د تعميرات څانګې لپاره پیكج معرفي كړی چې ورسره نه يوازې د تعميراتو په څانګه كښې بلكې په ذيلي صنعتونو كښې هم بهتري راغلې او د دې ګرمۍ موسم نه پس به په دې كښې نوره اضافه هم وشي۔ده ووئيل چې حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال دوه نوې پالېسۍ معرفي كړی دي چې پكښې د اليكټرك ويكلز او د موبائل مينوفكچرنګ پالېسۍ شاملې دي۔ده ووئيل چې د تحريك انصاف د حكومت نه وړاندې په هېواد كښې كارول كېدونكي موبائل فون به سمګل كېدل حكومت په 70 فيصده سمګلنګ قابو موندلې٬په حكومتي اخراجاتو كښې بچت او غوره انتظام لپاره د حكومت پنځه ادارې په نورو ادارو كښې ضم يا منتقل كړی شوي دي۔په نورو ادارو كښې د اصلاحاتو عمل روان دې۔ده ووئيل چې په تېر وخت كښې يو شمېر څانګې نظرانداز كړی شوې دي چې يو مثال يې د پاكستان سټيل ملز دې۔ده ووئيل چې د تېرو پنځو كلونو په مهال د سټيل ملز د تنخاګانو په مد كښې 35 اربه روپۍ او د بل آؤټ پیكجز له مخې 80 اربه روپۍ جاري كړی شوې دي او د دې نه پس هم په اداره 236 اربه روپۍ قرض دې۔ده ووئيل چې وزارت د نجكارۍ كميسون سره په ګډه د پي اېس اېم بحالۍ لپاره اقدامات كوي۔حكومت د سرې جوړولو دوه پلانټونه فعاله كړي او د سرې بيعه كمولو لپاره يې اقدامات كړی دي چې ورسره به حكومت ته د اربونو روپو ګټه ورسي دغسې وزيراعظم عمران خان د شوګر ريفامز كمېټي تشكيل كړی كومه چې كار كوي٬د صنعتي څانګې اوسني صورتحال په اړه ده ووئيل چې د سيمنټ په مجموعي خرڅ كښې 40 فيصده اضافه شوې٬د تېر مالي كال په مهال په هېواد كښې د 2561 ملين ډالرو نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري شوې كومه چې د تېرو 11 كلونو په مهال د سرمايه كارۍ لوړه شرح ده۔ده ووئيل چې د قامي برآمداتو په شرح كښې 6 فيصد اضافه شوې٬حكومت د برآمداتو ودې لپاره د ريفنډز په وخت اقدامات كړي او په انرجي يې سبسډي وركړی٬حماد اظهر ووئيل چې په تېر دور كښې د كاټن جوړولو 200 كارخانې بندې شوې وې خو اوس د سپينګ په څانګه كښې ځانګړی بهتري راغلې۔ده ووئيل چې په تېر حكومت كښې پاكستان د اېف اے ټي اېف په ګرے لسټ كښې شامل كړی شوې وو او د او 27 پوائنټونو هدف وركړی شوې وو چې پكښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت په دوه كلن دور كښې 14 اهداف ترلاسه كړي او په نورو په 13 كښې په 11 اهدافو هم پھ جزوي توګه كار ترسره شوې كوم به چې سږ كال ترسره كړی شي۔د دې څخه وړاندې به د اېف اے ټي اېف د پليټ فام څخه په پاكستان تنقيد كېدو خو اوس د مالياتي نظم و ضبط په اړه نړيواله كچه د پاكستان اقدامات ستائېلې كېږي

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں