اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د طلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پاكستان اولس ته د دوه كلونو د كاركردګۍ راپور وړاندې كوو كوم چې د جمهوري حكومت طرز عمل وي۔وزيراعظم عمران خان پھ كال 1996 كښې د پاكستان تحريك انصاف بنياد اېښې ؤ٬د دې محور يې د ښي او ګس سياست په ځاې درست او غلط ګرځولے ؤ ٬يو خوا ذاتي مفاد او بل خوا د قوم او هېواد پرمختګ او د خوشحالۍ بنيادي مقصد ترلاسه كول وو كوم چې مونږ خپله ترجيح جوړه كړه او هم دا بيانيه مخ په وړاندې بوځو۔ د رياست مدينه درې بنيادي ستنې رحم٬انصاف او احساس زمونږ د دفاعي٬معاشي او د كلتوري چارو احاطه كوي٬د پاكستان اولس د ذاتي مفاد بيانيه رد كړی٬زمونږ مقصد د ذاتي كاميابو تشهير نه بلكې دننه او بهر د دښمن د عزائمو په ضد جنګ كول دي٬دښمن تل زمونږ معيشت ته زيان رسولو سره نا اميدي او اړې ګړی خپرول غوښتے او د اطلاعات وزارت د دې جنګ په بشپړه توګه مقابله كړی. د نهې په ورځ د حكومت دوه كلنې كاركردګۍ رپورټ وړاندې كولو په مهال خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل زمونږ مقصد د ذاتي كاميابو تشهير نه بلكې دننه او بهر د دښمن د عزائمو په ضد جنګ كول دي٬دښمن تل زمونږ معيشت ته زيان رسولو سره نا اميدي او اړې ګړی خپرول غوښتلي او د اطلاعات وزارت د دې جنګ په بشپړه توګه مقابله كړی۔ده ووئيل د حكومت د هڅو په نتيجه كښې سخت وخت تېرې شوے او ښه وخت پیل شوے. وفاقي وزير ووئيل دوه كاله كاركردګي وړاندې كول د جمهوري حكومت طرز عمل وي او مونږ ته موقع راكوي چې مونږ خپل ځان تېر وخت سره وتړو چې د هېواد ولې جوړ شوې ؤ او هغه خلك كومو چې د هېواد د تخليق سوچ د علامه اقبال د اله آباد خطبې سره تړلې٬هغوي په دې پوهه وؤ چې په متحده هندوستان كښې د مسلمانانو سياسي٬كلتوري او مذهبي سباؤن څه كېدې شي۔ده ووئيل په جغرافيائي توګه خو مونږ هېواد ترلاسه كړو خو مونږ په هغه اصولو ودانۍ ونه دروله مونږ ته به هغه اصولو سره ځان تړل وي ده ووئيل په كال 1996كښې د پاكستان تحريك انصاف بنياد اېښودلے شوے او عمران خان د ” اياك نعبدو و اياك نستغين” په بنياد د خپل ګوند بنياد جوړ كړے۔ده د ښي او ګس سياست په ځاې د درست او غلط په بنياد د خپل سياست محور ګرځولے او هم دا بيانيه مخ په وړاندې بوځو۔ده ووئيل د تېر وخت واكمنو كه يو خوا ذاتي ګټې لرلې نو بل خوا د هېواد او قام د پرمختګ او خوشحالۍ بنيادي مقصد ترلاسه كول دي او مونږ دا خپله ترجيح جوړه كړی۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل وزيراعظم عمران خان غريب پرور او محنتي شخصيت دے۔د ده بنيادي سوچ دا دے چې هېواد څنګه مخ په وړاندې بوتللې شي٬په هېواد كښې د مېرټ او انصاف بالادستي وي۔ده ووئيل ففته جنرېشن جنګ روان دے او هېواد دننه او بهرنيو چېلنجونو سره مخ دے٬دښمن تل هڅه كړی چې زمونږ معيشت ته زيان ورسوي٬نااميدي خپره كړي۔په دې لړ كښې د مېډيا او په خاص توګه د اطلاعات وزارت كردار زياتېږي۔د اطلاعات او خپرونو وزارت به خپل كردار په ښه ډول ترسره كوي او په دې محاذونو به په مړانه مقابله كوي۔وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل مېډيا په دور كښې هر يو وګړی خبريال جوړ شوے او هر يو خبريال هر يو وګړي او هر يو وزير ته دا جنګ په ګډه كول وي او كاميابي به زمونږ مقدر وي۔ده ووئيل مونږ په دې كښې تقسيم نه غواړو۔د اطلاعات وزير ووئيل ښه وخت پیل شوے٬په دې موقع ټولو وزيرانو د خپلو خپلو څانګو دوه كلنه كاركردګي قام ته وړاندې كړه