نړيواله ټولنه دې په غېر قانوني هندي مقبوضه جمو كشمير كښې د زيات شوي انسانيت سوز صورتحال ښه والي لپاره هر ډول ممكنه اقدامات وكړي

image

اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی)پاكستان د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځې په موقع نړيوالې ټولنې ته وئېلي دي په غېر قانوني هندي مقبوضه جمو كشمير كښې د زيات شوي انسانيت سوز صورتحال ښه والي لپاره هر ډول ممكنه اقدامات وكړې۔د شورو په ورځ د انساني همدردۍ نړيوالې ورځې په موقع د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل نړيواله ټولنه دې په غېر قانوني هندي مقبوضه كشمير كښې د يو كال نه د زياتې مودې څخه روانه پوځي محاصره ختمولو او كشميريانو ته په رسنه كښې خپل كردار ترسره كړي٬كومو ته چې د روغتيا او نورو بنيادي ضرورياتو وركولو سخت ضرورت دے ۔وياند ووئيل مونږ د شخړو مخ نيوي او د پخوانو شخړو او جنګونو سوله ايز حل لپاره د جامع حكمت عملۍ وضعه كولو د ضرورت څرګندونه كوو۔وياند ووئيل مونږ انساني ژوند بچ كولو او د شخړو په نتيجه كښې د ځپليو خلقو تحفظ او دوي سره مرستې لپاره قربانۍ وركونكو انساني كاركنانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو۔وياند ووئيل مونږ په لويه پېمانه د ګدوالو د كوربتوب كوونكو هېوادونو د بوج او ذمه وارو شريكولو په اړه د نړيوالې ټولنې د اصولو ډاډګيرنه كوو۔ده ووئيل پاكستان او پاكستاني اولس د تېرو څو لسيزو څخه د لاكهونو په شمېر د افغان كډوالو كوربتوب كولو سره دزړه پورې سخاوت او اخلاص څرګندونه كړی۔وياند ووئيل د افغان كډوالو په پالنه كښې په مرسته كولو د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر او د نورو شراكتدارو مننه كوو

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں