د صحافت آزادي او جمهوريت يو بل لپاره لازم و ملزوم ګڼو، د مېډيا د ستونزو په حل كښې به سپېځلتيا او مېرټ باوري كوو. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د سي پي اېن اي پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د اظهار په آزادې باور لري، د حكومت لخوا په مېډيا كوم ډول فشار يا مداخله نشته، د صحافت آزادي او جمهوريت يو بل لپاره لازم و ملزوم ګڼو، د مېډيا د ستونزو په حل كښې به سپېځلتيا او مېرټ باوري كوو. ده دا خبرې د نهې په ورځ د سي پي اېن اي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره ملاقات كولو. د ملاقات په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اكبر حسېن دراني او پرنسپل انفارمېشن آفيسر شاهيره شاهد هم موجود وه. پلاوي د اطلاعات وزير د مېډيا د صنعت ستونزو نه په تفصيل سره خبر كړو. په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د كورونا وبا په وجه بالمشافه ملاقاتونه كم شوي. د حكومت د موثره حكمت عملې په نتيجه كښې د كورونا صورتحال ښه شوے. وفاقي وزير ووئيل بايد د ملاقاتونو لړې روانه وساتلې شي چې دغسې په ستونزو خبرې وشي او د دې حل راويستلے شي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د اظهار په آزادې باور لري، د حكومت لخوا په مېډيا كوم ډول فشار يا مداخله نشته، د صحافت آزادي او جمهوريت يو بل لپاره لازم و ملزوم ګڼو۔ده ووئېل د مېډيا د ستونزو په حل كښې به سپېځلتيا او مېرټ باوري كوو. د سي پي اېن اي صدر عارف نظامي په مشرې كښې په ملاقات كوونكي پلاوي كښې جنرل سېكرټري ډاكټر جبار خټك، سردار خان نيازي، ارشاد عارف، اياز خان، كاظم خان، اعجازالحق، انور ساجدی، طاهرفاروق، حسن عابدی، غلام نبی چانډیو، عامر محمود ، حافظ ثناء الله، یوسف نظامی او امین حیدر شامل وو

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں