د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د بين الپارلماني يونين مشرې ګېبريلا كيوېس بېرن په درنښت كښې جوړې شوې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جمعې په ماښام د بين الپارلماني يونين مشرې ګېبريلا كيويس بېرن مېلمستيا وكړه. د سېنېټ سېكرټرېټ لخو جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د مېلمستيا په دستوره كښې ګډون كوونكو ته وېنا وكړه. په دستوره كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم، په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق، وفاقي وزيرانو، د مملكت وزيرانو، سېنېټرانو، سفيرانو او نورو چارواكو هم ګډون وكړو. په دې موقع په خپله وېنا كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان د آئي پي يو پشمول ټول بين الپارلماني فورمونه مهم ګڼي. ده ووئيل چې بين الپارلماني فورمونه امن، همغږۍ او پرمختګ لپاره مهم حيثيت لري، پاكستان به آئي پي يو سره شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره موثر كردار ترسره كوي، د آئي پي يو د مشرې لخوا د پاكستان دوره به ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه مرستې لپاره ډېره مهمه ثابته شي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں