د عاشورې ورځې لسم محرم الحرام مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلو له انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے شو

image

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د حضرت امام حسېن او د هغه د ملګرو (رض) د عظيمې قربانۍ په ياد كښې نن د اتوار په ورځ د عاشورې ورځ لسم محرم الحرام مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلو له انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے شوے دے۔ د ورځې پېل به د سهار لمونځ نه وروستو جوماتونو او امام باړو كښې خصوصي دعاګانو څخه كولې شي۔ په دې ورځ به ټول ماركيټونه او كاروباري مركزونه بند وي۔ ددې ورځې اهميت حوالې سره به ورځپاڼې خاص ضميمي شائع كوي او په الېكټرانك ميډيا به خاص پروګرامونه كولې شي۔ په دې موقع به په وفاقي او صوبائي كچه د امنيت سخت انتظامات كولې شي۔ غبرګو ښارونو اسلام آباد او پېنډۍ كښې به د علم او ذوالجناح جلوسونه ويستلې شي كوم به چې د خپلو روايتي لارو نه تېرېدو سره ټاكلو ځايونو ته رسېدو سره ختمېږي۔ اسلام آباد پوليس په اولسي ټولنو كښې د كورونا وباﺀ مخنيوي په په لړ كښې د حكومت لخوا جاري كړې شوې تګلارې عملي كولو له انتظامات كړې دي۔ د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې جي سكس او جي سون كښې موبائل سروس په جزوي توګه معطل پاتے شو

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں