اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي موجودہ حکومت كاروباري هلو ځلو ته وده وركولو او تاجرانو ته تر ممكنه حد اسانيو وركولو سره سره د رامخې ته خنډانو او ستونزو لرې كولو او كاروبار لپاره موافق فضا وركولو ته پام لرنه كوي، کاروبار سره تړون لرونكو ځوانانو ته به سهولتونه وركولې شي۔ وزیراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كاميابو كاروباري شخصياتو پلاوي سره كړې۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ وفاقي وزير محمد حماد اظهر ٬ د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ، اداره جاتي اصلاحات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر عشرت حسېن، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د سرمايه كارۍ بورد چئیرمېن عاطف بخاري هم موجود وو٬ د کامیابو او زلمو كاروباري شخصياتو تعلق آئي ټي، سپورټس ګډز، فېشن اینډ ټېکسټائل، بیوټي انډسټری، پاك ویلز، او نورو څانګو سره وٶ۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې پلاوي خپلو اړوندو څانګو كښې کاروباری تجربات، د حکومتي پاليسو اثرات او د كاروباري فضا لا ښه كولو په اړه بېلا بېل تجويزونه وزيراعظم ته وركړل ۔ وزیراعظم كاروباري شخصياتو سره خپلو خبرو كښې ووئيل اوسنے حکومت كاروباري هلو ځلو ته وده ٬ تاجرانو ته تر ممكنه حد مراعات وركولو سره سره د رامخې ته خنډانو او ستونزو لرې كولو او كاروبار لپاره موافق فضا وركولو ته پام لرنه كوي۔ د ایز آف ډوئنګ بزنس، د آن لائن منظورو نظام معرفي كولو او په آسانو شرطونو قرض وركولو غوندې اقداماتو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې د خپلو صلاحيتونو ښودونكي ځوانان د هېواد اثاثه دي او حكومت د دې ځوانانو سهولت كارۍ په لړ كښې هر ډول ممكنه اقدامات كولو لپاره عزم لري۔ وزیراعظم په خاص توګه زور رواړو چې د كركيلي او په نورو څانګو كښې ټېكنالوجي او جدت معرفي كولو ته دې په خاص توګه پاملرنه وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستانو خېزونو معيار باوري كولو او هېواد كښې د معياري لېبارټريز جوړولو ته خاص پاملرنه روانه ده دغسې چې پاكستاني څېزونه په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي