اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټرعبد الحفيظ شېخ وئيلي دي ټيلي کام مهمه څانګه ده چې خلقو ته د روزګار ٬ ابلاغ وركولو سره د رابطه كارۍ او مالياتي خدماتو ډيجيټل رسنې پشمول يو ډول معاونت وركوي، حکومت به د هېواد او څانګې سوكالۍ او پرمختګ لپاره د ټېلي كام هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ډاکټرعبدالحفيظ شېخ دا خبرې د زيارت په ورځ د ټيلي نار پاکستان چيف اېګزيکټو آفيسرعرفان وهاب خان سره كړې۔ په دې موقع چيف اېګزېكټو افسر ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د كمپنۍ د مختصر او جامع تاريخ او خدماتو نه خبر كړو۔ ده ووئيل د حكومت په مرسته او معاونت كمپني پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د اضافې اراده لري۔ ده ووئيل په روانه اوونۍ كښې د ټيلي نار مائيکروفنانس بېنك ته اېنټ فنانشل او د ټيلي نار لخوا د 45 ميليونه ډالرو اضافي كېپټل تر لاسه شوي ۔ ده آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د جديد ټيلي کميونيکيشن خدمات بهترۍ لپاره د كمپنۍ د منصوبو په اړه د خزانې سصاحكار خبر كړو۔ ده په دې موقع د ټيلي کام څانګې بهترۍ او شرح نمو لپاره د وزيراعظم صلاحكار ته د ځينې رعايتونو وركولو خواست هم وكړو۔ د ملاقات په مهال د لائسنسونو د جديد په چارو هم خبرې وشوې۔ ډاکټرعبد الحفيظ شېخ د هېواد په پرمختګ كښې د ټيلي کام څانګې د خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل ټيلي کام مهمه څانګه ده چې خلقو ته د روزګار وركولو ٬ ابلاغ او رابطه كارۍ سره مالياتي خدماتو ته ډيجيټل رسنې پشمول يو ډول معاونت وركوي، حکومت به د هېواد او څانګې سوكالۍ او پرمختګ لپاره د ټېلي كام هر ډول ممكنه مرسته او معاونت كوي