اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر غونډه د جمعې پھ ورځ وشوه۔په غونډه كښې صوبائي نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې صوبو ته په تعليمي ادارو كښې د روغتيا په اصولو د عمل باوري كولو هدايت وكړے شو۔اېن سي او سي صوبو ته هدايت وكړو چې هغه دې د سكولونو او تعليمي ادارو د بېرته پرانستلو د اعلان نه وړاندې په اېس او پيز عمل باوري كړي او د ځپليو په ګوته كولو او قرنطينه كولو اقدامات دې لا ګړندې كړي۔په غونډه كښې د لاسونو وينځولو انتظاماتو د خاص ټېسټنګ او د مائيكرو سماټ لاك ډاؤن د تازه صورتحال او د تعليمي ادارو د بېرته پرانستلو په اړه د منصوبه بندۍ په تيارو خبرې وشوې۔په دې موقع اسد عمر ووئيل بايد صوبائي حكومتونه په محرم الحرام كښې د اجتماعاتو متوقع آغېز كمولو لپاره خپل د ټېسټنګ او قرنطينه صلاحيت زيات كړي۔صوبائي نمائندګانو ووئيل صوبائي انتظاميې د محرم په ممكنه آغېز نظر ساتلے او ضروري انتظامات باوري كوي۔فورم ته بريفنګ وركړے شو چې بلوچستان٬آزاد جمو كشمير او نورو صوبو ته به د ټېسټنګ صلاحيت زياتولو لپاره هر ډول مرسته وركولې شي