وزيراعظم په هېواد كښې د لوبو ودې په اړه د نوي سپورټس مېپ جوړولو هدايت كړی

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم په هېواد كښې د لوبو ودې په اړه د نوي سپورټس مېپ جوړولو هدايت كړی او وئېلې يې دي چې په ضلعي كچه ټېلنټ هنټ او مقابله سازۍ لپاره د تنظيمي ډهانچې بيا د سره تشكيل كول ضروري دي بايد په قامي او روايتي لوبو كښې كاركردګي ښؤونكو او د هېواد نوم روښانه كونكو لوبغاړو ډاډګيرنه وشي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په هېواد كښې د لوبو ودې په اړه د اقداماتو د جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال دا خبرې وكړی۔پھ غونډه كښې د بېن الصوبائي رابطه وزيرې ډاكټر فهميده مرزا او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې له مخې په دې موقع وفاقي وزيرې فهميده مرزا وزيراعظم د لوبو ودې لپاره د شويو اقداماتو نه خبر كړو او وې وئېل چې د پاكستان سپورټس بورډ د ايګزېكټو كمېټي بيا تشكيل كړی شوې۔وزيراعظم غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په پاكستان كښې د لوبو لويې صلاحيت موجود دې٬په تېر وخت كښې زمونږ لوبغاړو په بېلا بېلو لوبو كښې د هېواد نوم روښانه كړی۔وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې د لوبو ودې په اړه د نوي سپورټس مېپ جوړولو ضرورت دې۔ده ووئيل چې په ضلعي كچه ټېلنټ هنټ او مقابله سازۍ لپاره د تنظيمي ډهانچې بيا د سره تشكيل كول ضروري دي بايد په قامي او روايتي لوبو كښې كاركردګي ښؤونكو او د هېواد نوم روښانه كونكو لوبغاړو ډاډګيرنه وشي

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں