د تېرو 24 ساعتونو په مهال ګرد هېواد كښې په 484 كسانو كښې د كرونا تصديق شوے٬ 2 كسان مړه شوي۔ اېن سي او سي

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)نېشنل کمانډ اينډآپريشن سنټر (اېن سي او سي) د كرونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي۔ د اتوار په ورځ د اېن سي او سي لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال ګرد هېواد كښې په484 كسانو كښې د كرونا تصديق شوے٬ 2 كسان مړه شوي٬ ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس څخه د صحت ياب كسانو شمېره 2 لكه 85 زره898 ته رسېدلې۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د25 زره 384كسانو د كرونا ټېسټ شوے ۔ دا مهال په هېواد كښې د كرونا د اېكټيو كېسونو شمېره 6 زره 269 ته ۔ ګرد هېواد كښې د كرونا په سبب د مړو كسانو شمېره 6 زره 342 ته رسېدلې ده۔ تر اوسه ګرد هېواد كښې د 27 لكه 57 زره 709 كسانو كرونا ټېستونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د كرونا درملنې لپاره مختص په 735 روغتونونو كښې 1025نځوران بستر دي

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں