اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی)د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د نادرا او اېف بي آر ترمينځه په ډېټا شيئرنګ او ډېټا تجزيه زور راوړولو سره وئېلي دي د دواړو ادارو ترمينځه ډېټا شيئرنګ او تجزيه كښې خنډان لرې كولو لپاره ذيلي ډله جوړه كړی شوې۔ذيلي ډله د صنعت او پیداوار وفاقي وير حماد اظهر٬د وزيراعظم صلاحكار عشرت حسېن٬فيض كموكه٬د اېف بي آر چيئرمېن او نادرا چيئرمېن مشتمله ذيلي ډله به په يوه اونۍ كښې خپل رپورټ وركړي۔دا پريكړه د زيارت په ورځ د اېف بي آر هېډكوارټرز كښې د اېف بي آر پالېسۍ بورډ دوهمې غونډه كښې وشوه۔د وزيراعظم د خزانې صلاحكار د غونډې مشري كوله۔د اېف بي آر چيئرمېن د وزيراعظم صلاحكار د اېف بي آر او كسټمز بشري وسائلو ښه والي پرمختګ او آټو مېشن په لړ كښې د تراوسه د پورته كړو ګامونو څخه خبر كړو۔ده د وزيراعظم صلاحكار ته د بېلو اقداماتو٬سباؤن لائحه عمل٬د عمله مهارت٬ قابليت او استعداد كښې٬ په انتظامي قابليت كښې د ښه والي او كاركردګۍ په بنياد د پرمختګ او مراعات پالېسۍ اړه هم خبر كړو۔د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ته په كاركرډګۍ او فعاليت كښې د ښه والي راوستلو لپاره آئرس سافټ ويئر بينر بېلو پليټ فارمونو يو والي لپاره د پورته كړو ګامونو څخه خبر كړو۔ده د وزيراعظم صلاحكار ته ووئيل د سيلز ټېكس رجسټرېشن ويري فيكېشن لپاره ټېكنالوجۍ په بنياد طريقه كار مرتب كړی چې پكښې د اېف بي آر افسران د ټېبليټس د لارې حقيقي معلومات٬عكسونه او جي پي اېس د لارې كاروباري ادارې روانې دي او مطلوبه معلومات تصديق كوي۔په غونډه كښې د اېف بي آر او 12 نورو ادارو ترمينځه د ډېټا تبادلې په اړه پھ لوظ نامو خبرې وشوې۔