د موټروے پېښې په تناظر كښې د وزيراعظم عمران خان لویه پرېکړه

image

اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه کړې چې د ملي ایمرجنسي هېلپ لاین لمبر دې په دوو میاشتو کښې ترتيب كړے شي۔ د هیواد ټولې د ايمرجنسي هېلپ لاینز لمبرې به نوې سسټم سره منسلك كولې شي۔ د کومې ايمرجنسي په صورت به وګړي به سمدستي توګه د ملي هېلپ لائن لمبر د لارې مرسته ترلاسه كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د وزیراعظم دفتر میډیا څانګې لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د موټروے پېښې په نتيجه كښې وزيراعظم عمران خان د ملي اېمرجنسي هېلپ لاین جوړولو لويه پرېکړه کړې او په دې لړ كښې پي اېم ډليوري يونټ ته يوه مهمه زمه واري سپارلې شوې او دغسې پي اېم ډيلېوري يونټ په ملي اېمرجنسي هېلپ لائن كار پېل كړے ۔ ملي اېمرجنسي هېلپ لائن له به يو جلا نظام جوړولې شي۔ د هر ډول بیړني حالت په صورت به ټول هیواد لپاره د بیړني مرستې يو لمبر وي۔ وزیراعظم لارښوونه کړې چې په دوو میاشتو کې دې د ملي مرستې لاین نمبر جوړ كړے شي۔ د وزيراعظم دفتر وېنا له مخې هیواد کې به د بيړنۍ مرستې ټولې شمیرې له نوي سسټم سره منسلك كولې شي. د ملي ایمرجنسي هیلپ لاین لمبر به وړیا وي. د نېشنل هېلپ لائن لمبر د لارې به په كوم هم بېړني صورتحال كښې وګړې زر ترزره مرسته ترلاسه كولې شي۔ په نوي سسټم كښې نوې ټېكنالوجي كارولو سره به د هېواد د ټولو موبائل كمپنيو مرسته ترلاسه كولې شي او دا نظام فعاله او مستحكمولو له به قانون سازي كولې شي۔ په دې لړ كښې به قانون سازۍ له صوبو سره مشاورت كولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں