وزیراعظم به نن د پاکستان نېشنل نیوټریشن کوآرډینېشن کونسل د غونډې مشري كوي

image

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به نن د جمعې په ورځ د پاکستان نېشنل نیوټریشن کوآرډینېشن کونسل (پی این این سی سی) د غونډې مشري كوي۔ د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل نیوټریشن په اړه مخ په وړاندې تګ لپاره د احساس فریم ورك ترمخه د وزارتونو ترمينځه ادارہ جوړه شوې ۔ ماشومانو كښې د اسټنټنګ مخنيوي ته حكومت د وړومبۍ ورځې نه پام لرنه كوي۔ وزیراعظم قام سره په خپل وړومبي خطاب كښې د اسټنټنګ ځپلي يو ماشوم اېم آرآئی په ښودلو د دې مسئلې حل کولو لپاره د عزم څرګندونه كړې وه۔ په دې لړ كښې پاکستان نېشنل نیوټریشن کوآرډینېشن کونسل (پی این این سی سی) ادارہ جوړھ شوې ۔ وزیراعظم د وزارتونو ترمينځه د کونسل چیئرپرسن دے۔ د کونسل به غړو كښې د کابینې 8 وزيران شامل دي۔ د کونسل به غړو كښې خاص مرستياله ډاكټر ثانیه نشتر، وفاقي وزيران سید فخر امام، اسد عمر، ډاكټر فهمیدہ مرزا، شفقت محمود او صلاحكاران عبدالرزاق داؤد، عبدالحفیظ شیخ، ملك امېن اسلم خان،ډاكټر فیصل سلطان شامل دي۔ د څلورو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد جمو او کشمیر چیف سیکرټریز، وفاقی سیکرټریز او د یونېسف پوهان هم د دې كونسل غړي دي

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں