د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د تېلو ګاز لټولو او د پېداوار زياتوالي په اړه غونډه

image

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان ته رامخې ته د توان چېلنجونو حل پاره كوټلې او جامع لائحه خپلولو ته اړتيا ده، د اېكسپلورېشن اېنډ پروډكشن منېجمنټ سسټم نفاذ سره به د تېلو او ګاز ذخيرو څخه په لږ لګښت استفاده ترلاسه كړې شي او په قامي خزانه بوجه كمېدو سره به اولس ته هم په رازانه بيعه تېل او ګاز وركول ممكن شي۔ وزيراعظم دا خبرې د جعمې په ورځ هېواد كښې د تېل او ګاز لټولو او د پېداوار زياتولو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ وففاقي وزيران عمر ايوب خان، شبلي فراز، خاص مرستيال نديم بابر او نورو لوړ پورو هم په غونډه كښې ګډون وكړو ۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې د پټروليم سېكرټري غونډې ته د اېكسپلورېشن اېنډ پروډكشن مېنجمنټ سسټم په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول د دې نظام نفاذ سره به هېواد كښې د تېلو او ګاز د ځائي پېداوار استعداد زياتولو له مرسته تر لاسه شي٬ دا نظام به د پاكستان حكومت په نګرانۍ كښې د كمپنو او نجي كمپنو سره د موجود تېلو او ګاز پحقله معلومات د يو كولو په ډېټا بېس آډانه وي۔ د دې نظام په سوب به د هېواد د تېلو او ګاز وسائل په موثره او كم لګښت اولس ته ترلاسه كېدل هم اسان شي۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان ته رامخې ته د توان چېلنجونو حل لپاره كوټلې او جامع لائحه خپلولو ته اړتيا ده، د اېكسپلورېشن اېنډ پروډكشن منېجمنټ سسټم نفاذ سره به د تېل او ګاز ذخيرو څخه په كم لګښت استفاده وكړې شي او په قامي خزانه بوجه كمېدو سره به اولس ته هم په رازانه بيعه تېل او ګاز وركول ممكن شي۔ وزيراعظم په دې خبر زور رواړو چې په اولس د بيعې اضافې بوجه اچولو لپاره دې په ټولو سېكټرو كښې د ټېكنالوجۍ نه كار واخستې شي دغسې چې د پخوانۍ طريقې كارولو په نتيجه كښې د كېدونكې ضياع لاره ونيولې شي او په دې لړ كښې بچت سره به د قامي زرمبادله ذخيرې هم زياتې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں