مونږ د صوبائي٬نسلي او سياسي فرق نه غېر د اولسي ګټې لپاره په بېلو پروژو عمل كوو۔سيد امين الحق

image

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی)د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي مونږ د صوبائي٬نسلي او سياسي فرق نه غېر د اولسي ګټې لپاره په بېلو پروژو عمل كوو او په دې لړ كښې پسمانده او تر لرو پرتو سيمو رابطو٬انټرنېټ سروسز وركولو٬د ځوانانو تربېې آئي ټي پاركس جوړولو او د مېرمنو د تربيې تناسب كښې د زياتوالي پروژې مهمې دي ٬ د دې پروژو بشپړېدو سره به نه يوازې ډيجيټل پاكستان وژن ته وده ترلاسه شي بلكې عام وګړې او په خاص توګه د پسمانده سيمو وګړي به د ډيجيټل نړۍ سره منسلك شي۔ده دا خبرې د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير آئي ټي وزيرانو د بين الصوبائي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړې ۔د آئي ټي سېكرټري شعيب صديقي پشمول اړوندو افسرانو غونډې ته بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د پنجاب د آئي ټي صوبائي وزير ياسر همايون٬د سندھ د آئي ټي وزير تيمور تالپر٬د خېبرپښتونخوا د آئي ټي صلاحكار ضياﺀالله بنګش٬د بلوچستان د آئي ټي سېكرټري ٬د ګلګت بلتستان د آئي ټي صلاحكار او د آزاد كشمير د آئي ټي وزير پشمول د اړوندو محكمو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وزيرانو په صوبه كښې د روانو پروژو څخه وفاقي وزير خبر كړو۔په دې موقع رائټ آف وے٬سائبر سېكورټي پالېسي٬فري لانسرز٬د آئي ټي تعليم او په خاص توګه مېرمنو له پېشه وره تربيې وركولو پشمول د وفاقي او صوبائي وزارتونو د آئي ټي په روانو او د سباؤن په پروژو خبرې وشوې

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں