اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب او داخله چارو خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي مريم صفدر د الېکشن کمېشن او قانونی بندېزونو باوجود حلقه اېن اے 120 او د كال 2017ء ضمنی ټاكونو كښې د تاريخي ټګۍ كولو سره د سرکاری خزانې نه دوه نيم اربه روپۍ خرڅ كړي ۔ د نون ليګ بيانيه ووټ كو عزت دو ٬ اوس نوټ له په عزت وركولو بدله شوې ۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل ټولې پرېكړې جاتي عمره كښې مريم نواز كوي او په دې عمل د اېم پي اے ماجد ظهور په دفتر كښې كېږي۔ ټول سركاري افسران دغلته حاضرۍ لپاره مجبورولې شي۔ شهزاد كبر ووئيل د ووټرانو اخستو او د نوټ کو عزت دو بيانيې كيسه لا دلته ختمه نه ده بلكې پكچر لا پاتې دے۔ شهزاد اكبر ووئيل د سركاري پېسې په ناوړه توګه د كارولو په ضد به قانوني كاررواۍ كولو له ادارو ته رېفرېنس لېږلے شي